د جمهوري رياست ددفتر رييس او دچين سفير دجمهوري رياست دمقام ددفتر رياست ته ددغه هيواد دمرستو دسپارلو سند لاسليک کړ

کابل باختر د تلي  لسمه
دجمهوري رياست دمقام ددفتر رييس  عبدالکريم خرم  اوپه کابل کې  دچين دولسي جمهوريت سفير  ښاغلي زوفي هنګ  دجمهوري رياست  دمقام ددفتر  رياست ته  ددغه هيواد دمرستو دسپارلو  سند لاسليک کړ .
  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه  د جمهوري رياست دمقام ددفتر  درياست  له بيلابيلو  څانګو سره دچين دولسي جمهوريت  وړيا مرستې  په کابل کې دچين دسفير له خوا په رسمي ډول  دجمهوري رياست دعالي مقام  ددفتر  رييس ته  وسپارل  شوې .
  دغه راز  ددغې مرستې  دفتري لوازم چې کمپيوترونه ، ويديويي او عکاسي  کمرې ، تلويزيون  او دموبايل تيلفونونه پکې دي هم  ددغو مراسمو په ترڅ کې افغاني لوري ته وسپارل شول .
  دغه مرستې  چې سپک او درانده  ماشين آلات او دفتري لوازم  پکې دي  ټول ارزښت يې  شپږو مليونو چيني يوان ته  رسيږي .
ددغو لوازمو اوماشين الاتو  دسپارلو په غونډه کې  دجمهوري رياست دعالي مقام ددفتر درياست  مرستيالانو اوددغه دفتر دساتنې اوڅارنې رييس  هم برخه لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته