د جمهوررییس غني په مشرۍ ارشد امنیتي غونډه جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني خوست ته د سفر پر مهال نن له غرمې مخکې په ارشد امنیتي غونډه کې اړوندو مسوولینو ته د یاد ولایت د امنیتي وضعیت د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ له غونډې وروسته جمهوررییس په خوست کې له مېشتو کمپاین ځواکونو، ملي اردو، ملي پولیسو او د ملي امنیت له ځواکونو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
حیات الله د کمپاین ځواکونو، محمد اجمل د ملي اردو، شېر داوود د ملي پولیسو او جاوېد د ملي امنیت ځواکونو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهوررییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې ډاډ ورکړ چې تر پخوا همغږي زیاته شوې، ولسونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي دي او نه یوازې په خوست، بلکې د هېواد په هره څنډه کې د نظام د دفاع لپاره قربانۍ او مبارزې ته چمتوو یوو، د هوایي ځواک په ملاتړ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمن توطیې شنډې کړي او ژر به ټولې سیمې له دوی څخه تصفیه شي.
ورپسې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په خوست کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو د ستاینې ترڅنګ وویل: د خوست ملکي هوایي ډګر پرانیستل او وروستي پرمختګونه ستاسو د قربانیو له امله دي او د دولت په توګه د ځمکنۍ بشپړتیا او عزت ساتنه د بهرنیانو نه، زموږ دنده او مسوولیت دی.
جمهوررییس د هغوی د خبرو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د دښمن د ماتولو، عالي روحیې او ظرفیت لرلو له امله د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینه وکړه ویې ویل: د خوست جوړول پر موږ او ساتنه یې پر تاسو.
د هېواد جمهوررییس وویل: د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د امکاناتو کمی نشته، د دې ځواک د تجهیز او تمویل لپاره نړیوالې ژمنې په خپل ځای دي او د هوایي ځواک د تجهیزاتو د ترمیم لپاره په متحدو عربي اماراتو کې ځای جوړ شوی دی.
جمهوررییس غني د خپلو خبرو په پای کې د خوست د والي او نورو مسوولینو د ښې همغږۍ د ستاینې ترڅنګ د یاد ولایت د خلکو مېړانه او اتلولي وستایله، ویې ویل: د خوست ولسونه په جرئت او مېړانه د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېدل او دښمن ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ. #
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته