سیاست

د جمهورريیس پیغام

کابل / د زمري لومړۍ / باختر
د ملت بابا د دیارلسم تلین په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمد اشرف غني پیغام
د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهر‌شاه د خپل څلوېښت کلن سلطنت پرمهال د هېواد د پرمختګ، ثبات، عصري کولو، د دولتدارۍ او ولسواکۍ د بنسټي کېدو، زیربناوو، معارف او د بشري حقونو په برخو کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي. د هېواد او ولس د دغه رښتیني خادم او خواخوږي، د دیارلسم تلین په مناسبت د افغانستان عظیم ولس ته تسلیت وایم.
د سولې، ثبات، ولسواکۍ او ملي وفاق په برخو کې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د ارزښتناکو هڅو او خدمتونو له برکته د ده د سلطنت دوران د سولې او ثبات زرینه دوره وه. له اوږدې جلاوطنۍ او هېواد ته له باعزته راستنېدو وروسته د تېرو خدمتونو، شخصیتي ښېګڼو او په ولس کې د پراخ محبوبیت له امله  نوموړي ته د
"ملت بابا" لقب ورکړ شو.
په دغه حساس پړاو کې چې زموږ هېوادوال له بدمرغه جګړې، نا امنۍ، ترهګرۍ او تاوتریخوالي ځورېږي، پکار ده چې په اساسي توګه د جنګ او افغان وژنې پای ته رسولو او د تلپاتې او باعزته سولې او ثبات د تامین لپاره، د ملت بابا او د هېواد د نورو ملي شخصیتونو له افکارو، کارنامو او تجربو څخه په استفادې خپلو هېوادوالو ته آرام، هوسا او بسیا ژوند برابر کړو او ترڅنګ یې د هېواد د انکشاف نیمګړی څپرکی هم بشپړ کړو.
په پای کې دعا کوم چې الله تعالی دې د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه ته د ده د غوره خدمتونو او ښېګڼو اجرونه ورکړي، اروا دې یې خدای (ج) ښاده لري. د هېواد ټولو صادقو بچیانو ته د هغه د لارې، چې د سرلوړۍ، ثبات، آرامۍ او د ګران افغانستان د عزت او پرمختګ لاره ده، د دوام او پاللو توفیق غواړم.
پاى / وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته