اقتصاد

د جمهورريیس په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام پرانیسته

کابل / د زمري ۱۱ / باختر
د جمهورريیس محمد اشرف غني په حضور کې د ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروګرام نن سهار په ارګ کې پرانیستل شو.
د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، دا د عادي ټلیفونونو له لارې له انټرنیټ پرته د پیسو د لېږد مهم پروګرام دی او له دې وروسته د دولت ټول ملکي او نظامي کارکوونکي د عادي ټلیفون په لرلو سره خپل حسابونه چیک کولای شي او خپلې تنخواګانې خپلې کورنۍ او هر هغه چاته چې دوی یې وغواړي، لېږدولی شي.
د جمهورريیس په حضور کې د افغانستان بانک تخنیکي ټیم له لوري د دغه پروګرام له عملي اجرا وروسته جمهورريیس غني د افغانستان بانک مسوولینو څخه په مننې ټولو هیوادوالو ته د دغه اساسي پرمختګ او تاریخي ګام مبارکي وویله.
د هیواد جمهورريیس دا سیستم د فساد او ناسمو ګټو د مخنیوي او شفافیت په برخه کې ګټور وباله او ويې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین له دې وروسته خپلې تنخواګانې په اسانۍ خپلو کورنیو ته لېږدولی شي. هغه زیاته کړه، دا سیستم او تجربه په افریقا کې هم بریالۍ وه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته