ټولنه

د جمهورريیس غني د حکم پر اساس د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کولو په موخه کمېسیون وټاکل شو

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن د یو حکم پر اساس، د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهورريیس د فوق العاده استازي ارواښاد محمد یوسف غضنفر د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کېدو په موخه کمېسیون وګوماره.
په دې حکم کې راغلي دي: د ارواښاد الحاج محمد یوسف غضنفر د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو د ترسره کولو په موخه، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ريیس محمد شاکر کارګر په مشرۍ دولتي کمېسیون موظف دی.
د دغه کمېسیون په ترکیب کې، د ملي دفاع، کورنيو چارو، ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او همدا راز د ملي امنیت شورا دفتر، د ملي امنیت عمومي ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي ریاست استازي شامل دي.
د جمهورريیس د حکم پر اساس؛ کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ارواښاد د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کولو په موخه هر اړخیز تدابیر ونیسي او عملي یې کړي.#
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته