د جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه ترسره شوه

کابل/د غبرګولې ١٥مه /باختر
د جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډې نن له غرمې مخکې د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت بحث او ارزونه وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو او د اړوندو بنسټونو ارشد مسوولینو هم حضور درلود، لومړی امنیتي او دفاعي مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور او د امنیتي مسایلو په اړه د حکومت تدابیر غونډې ته وړاندې کړل.
جمهورريیس غني او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د هغوی د راپور او معلوماتو تر اورېدو وروسته لازمې لارښوونې وکړې.# پاى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته