خبرونهامنیتفرهنګټولنه

د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

 

کابل/ د مرغومي ۷مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی

سرقوماندانۍ غونډه نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.

وروسته د کابل امنیتي وضعیت او د مدنې ټولنې پر فعالانو، سیاسي شخصیتونو او د رسنیو پر کارکوونکو د هدفمندو تروریستي بریدونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

جمهوررئیس غني وویل: دغه هدفمند بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د دیموکراسۍ، جمهوریت او بیان ازادۍ رسا غږ دی او د افغانستان حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادو تروریستي پېښو عاملینیو د پېژندنې او مجازاتو په موخه لازم اقدامات وکړي.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان همدا راز یادو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د مدني ټولنې له بنسټونو او د هیواد رسنیو سره په مشوره د دغه راز ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه له ټولو شته امکاناتو استفاده وکړي.

همداراز په دې غونډه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږ نیمو بجو غونډو د لاسته راوړنو او په کابل کې د جنایي پېښو د مخینوي پایلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته