کابل/ باختر/ د چنګاښ د مياشتې ١٢
په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د حزب اسلامي د رهبرۍ غړي او د جمهوررييس سلاکار خالد فاروقي د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
خدای بښلی خالد فاروقي د سره پوځ د یرغل پر مهال د سپېڅلي جهاد یو له مخکښو څېرو څخه و، چې د سره پوځ د یرغل پر وړاندې يې نه ستړې کیدونکې مبارزه وکړه. نوموړي د ولس د یووالي، پرمختګ او په هېواد کې د یوې سراسري سولې لپاره ډېرې هڅې وکړې.
خالد فاروقي یو هېواد پال، خیرخوا، سوله خوښی او د خلکو خدمتګار شخصیت و چې مړینه به یې بې له شکه د هېواد، د جهاد سترې کورنۍ، د ملي یووالي حکومت او د افغانستان ویاړلي ملت ته لویه ضایعه وي.
مرحوم فاروقي ته د الله تعالی جل جلاله له دربار څخه د فردوس جنت، د مرحوم کورنۍ، دوستانو، د حزب اسلامي ټولو غړو او د افغانستان ټول ملت په ځانګړې توګه د پکتیکا ولس ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
1 1 دقیقه لوستل