کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
د حضرت امام اعظم (رح ) د شخصيت اوکارنامو په باب د سيمينارپه مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي پيغام!
د ډيرې خوشحالۍ او خوښۍ ځاى دى چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي نړۍ د ستر او نوميالى شخصيت حضرت امام اعظم ( رح ) د شخصيت او کړنوپه باره کې يو سيمينار جوړ کړى دى او درانه ديني عالمان ، څيړونکي او پوهان يې دغه سيمينار ته بللي دي چې د امام ابوحنيفه ( رح ) په باره کې د طرحه شوې موضوع بېلابېل اړخونه د درناوي په دغو علمي غونډو کې طرحه او وڅيړي .
څوکاله مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په کابل ښار او دغه راز د پروان ولايت په چاريکارو ښارکې يو ستر سيمينار جوړ کړ او د حضرت امام د ستر او نافذ شخصيت او د هغه د لوړو او حميده اخلاقو او د حنفي مذهب په باب په دغه سيمينارکې ګټورې مقالې برابرې او وړاندې کړې .
اوسنى سيمينار به د پخوانيو څيړنو بشپړونکى وي ا و دحضرت امام اعظم ( رح ) او د هغه د سترو او ګټورو کارناموپه باره کې د مطالعې په باب مواد د ګرانو هيوادوالو په واک کې ورکړي.
زه د ستاينې وړ ددغه سيمينار د جوړولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته شاباسى وايم او له هغو سترو عالمانو څخه چې په دې سيمينارکې يې ګډون کړى دى؛ مننه کوم. د سيميناربرياليتوب د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ستاسو د سيمينار د برياليتوب هيله کوم.
هيله لرم د دغه سيمينار څيړنې د هغه د هدفونو له ترسره کولو سره مرسته وکړي.
1 1 دقیقه لوستل