سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل / باختر / د تلې ۱۸مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د غونډې په پیل کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د غزني، میدان وردګو اود سرپل ولایتونو او دلومړۍ نمبر لویې لارې د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ارګانونو ته د دغو ولایتونو او لویې لارې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د غزني ولایت د امنیت په اړه د جمهوررئیس د لارښوونو پر تعقیب  هم ټینګار وشو.#
پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته