سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل باختر دکب ديارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډې، پرون غرمه د هېواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه چې په ارګ کې وشوه، پروني تروریستي بریدونه چې له امله یې زموږ یو شمېر وطنوال شهیدان او ټپیان شول په کلکو ټکو وغندل او د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه عمل یې د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د هغوی د کمزورۍ او ماتې نښه وبلله.
همدارنګه په غونډه کې د شهیدانو کورنیو سره همدردي څرګنده شوه او د خدای (ج) په دربار کې د دغو تروریستي پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دُعا وشوه.
په دغه غونډه کې د امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي وضعیت په ځانګړي ډول د بغلان، لغمان، جوزجان او کابل په اړه راپور وړاندې کړ. غونډې امنیتي ګواښونه و ارزول او د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو هدفمنده مبارزه، سرښندنې او هڅې یې وستایلې.
همدارنګه غونډې د تاله و برفک امنیتي انکشافاتو په ګډون وروستي تحولات وارزول او د امنیتي ګواښونو د دفع کولو په موخه یې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اساسي اکمالاتو د کچې په اړه د مفصل راپور د وړاندې کېدو تر څنګ د دفاعي او امنیتي ځواکونو د پوستو، کنډکونو، قوماندانیو او قول اردوګانو ترمنځ پر لا همغږۍ ټینګار وشو او د پرسونل د اکمالاتو د کچې، تعلیم او تربیې، تجهیزاتو او د احضاراتو د سطحې په اړه لازمې لارښوونې صادرې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته