امنیت

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابلباختر د زمري د مياشتې١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازیګر د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د سرپُل، فاریاب، جوزجان او بلخ دولایتونو امنیتي وضعیت وارزول شو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولانو ته په دغو ولایتونو کې د امنیتي حالت د ښه‌والي په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.
غونډې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزااولنګ کلي کې وروستۍ پېښې او امنیتي حالت وارزاوه او د دښمن د ځپلو او د میرزا اولنګ کلي د بیا نیولو په موخه یې امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه لارښوونه وشوه چې د میرزااولنګ کلي زیانمنو ته د ټاکل شوي پلاوي په مرستو سربېره دې اړوند ارګانونه هغوی ته بیړنۍ بشري مرستې و رسوي.
همدارنګه د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ غونډه د بدخشان، بغلان، پکتیا، پکتیکا، کندهار اود هلمند دولایتونو امنیتي حالت هم وارزاوه او په دغو ولایتونو کې یې د دښمن په ضد ترسره شوي عملیات او دښمن ته اوښتې درانه ګزارونه، وستایل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته