سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وکړه

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ١١مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا تېر ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د هېواد اوونیز امنیتي وضعیت و ارزول شو او جمهوررئیس د دفاعي او امنیتي سکتور د راپور د اورېدو ترڅنګ د هېواد د زړورو ځواکونو میړانه او استقامت  وستایه او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه یې د خلکو او هېواد رېښتني اتلان وبلل.  
غونډې د راپور له اورېدو او د وسله ‌والو ځواکونو د بې‌ سارو سرښندنو او قربانیو د ستاینې په دوام، د ۱۳۹۵کال د ژمني کمپاین لومړیتوبونه او لاسته راوړنې مثبتې وارزولې او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د روحي او فزیکي ځواکمنتیا د ستاینې ترڅنګ یې د دوی دفاعي او رزمي انګیزې، عملیاتي پلانونه، د امنیت په ټینګښت کې ګټور لومړیتوبونه، د سولې او ثبات دښمنانو د قوت او ضعف ټکو تفکیک د قدر وړ وبلل.
د غونډې په پای کې د ۱۳۹۶کال لپاره د دفاعي او امنیتي ارګانونو چمتو والی وڅیړل شو او شته فرصتونو ته په پام، ملي امنیت شورا د پیش بیني شویو موخو، برنامو، ننګونو او پایلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته