فرهنګ

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه
یو ټوک هغه تاریخي کتاب چې څه موده وړاندې د میدان وردګ ولایت امنیتي مسوولینو ترلاسه کړ، نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني او ځینې فرهنګي مسوولینو په حضور کې ملي موزیم ته وسپارل شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د هېواد جمهوررئیس  له هغو امنیتي ځواکونو مننه او قدرداني وکړه چې بهر ته یې د دې  تاریخي اثر د قاچاقو مخنیوی وکړ.
د هېواد جمهوررئیس دغه ترلاسه شوی تاریخي کتاب په یوه فرد پورې تړلې نسخه وبلله او وې ویل: څېړونکي کولای شي له دې اثر څخه ګټه واخلي  او معلوماتي اړخونه یې خلکو ته بیان کړي. هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کورنیو او بهرنیو لرغون پېژوندونکو ګډه کمېټه جوړه کړي چې په دقیق ډول د دغه لرغوني اثر په اړه څېړنه وکړي.
همدارنګه د هېواد جمهور رئیس د هېواد د تاریخي اثارو د ساتنې او له هغې څخه د استفادې په خاطر د یوې اصول‎نامې او مقررې په جوړېدو ټینګار وکړ.
جمهوررئیس غني د افغانستان تاریخي هویت او د لرغونو اثارو ارزښت ته په اشارې وویل: ټول لرغوني اثار باید لېست او په ځانګړي ځای کې خوندي او نندارې ته وړاندې شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان بډاى لرغونی فرهنګ لري او دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې د فرهنګونو د اتصال نقطه وه. هغه زیاته کړه، زموږ تېر زموږ راتلونکی جوړوي او د تېر په درک کولو سره به روښانه راتلونکی ولرو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس څرګنده کړه، په هېواد کې د سراسري ثبات او سوکالۍ په راتګ سره به زموږ تاریخي میراثونه د راتلونکي نسل لپاره د عوایدو مهمه سرچینه وي.
په دې مراسمو کې د ملي موزیم رئیس محمدفهیم رحیمي په خپلو خبرو کې د افغانستان فرهنګي میراثونو ته د هېواد د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه وې ویل، تېر کال موږ د تاریخي اثارو د کشف په برخه کې د ښو لاسته راوړنو شاهدان وو.
ده جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د ځانګړې مقررې په اساس به د تاریخي اثارو د ساتلو او استفادې په خاطرجدي اقدام وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته