د جمهوررئیس د ویاند دفتر اوزبیکي برخه فعاله کړه

کابل باختر د غبرګولي اوومه
د جمهوررئیس د ویاند دفتر په یوه تازه نوښت سره د دې ادارې په چوکاټ کې اوزبیکي برخه ایجاد کړه او پرون د جمهوري ریاست د وېب سایټ د پښتو او دري پاڼو تر څنګ اوزبیکي پاڼه هم پر لیکه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرزرکړ.
له دې وروسته به د پښتو او دري ترڅنګ اوزبیکي خبرونه هم د برېښنالیک له لارې چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو او  ملي او بین المللي بنسټونو ته واستول شي.
په همدې ترتیب به د هېواد د جمهوررئیس فعالیتونه د ارګ په رسمي ټویټر او فیسبوک پاڼو کې د دري او پښتو ژبو ترڅنګ په اوزبیکي هم خپاره شي.# پاى-فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته