سیاست

د جمهوررئيس د ډاډ ګيرنې پيغام

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥  نيټه  :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني          دډاډګيرنې پيغام
په خواشينۍسره مې خبر ترلاسه کړ  چې د کندز ولايت  د پوهنې رياست  اداري مرستيال ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دولسي جرګې درئيس  الحاج عبدالرووف ابراهيمي د کاکا زوى او د پوهنې يو تکړه  کارکوونکى  او فعال ځوان  محمد عارف ابراهيمي وړم ماښام د زړه  د دريدو له امله د ٣٩ کلنۍ په عمر وفات شو.
په دې  وسيله دخپلې  ژورې خواشينۍ او ډادګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او د کندز ولايت پوهنپالو خلکو ته څرګندوم  او  د لوى خداى  ج  له   دربار څخه  متوفى ته د فردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
پاى فذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته