سیاست

د جمهوررئيس حامدکرزي په مشرۍ، د هېواد له جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣١ مه:
د افغانستان د جمهور رئيس  حامد کرزي په مشرۍ د هېواد له جهادي مشرانو  او سیاسي شخصیتونو سره  د شاوخوا ۵۰۰۰ هغو قربانیانو د نومونو په هکله چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې د کمیونستي رژيم د استخباراتي سازمان اګسا لخوا په شهادت رسېدلي دي، ځانګړې مشورتي غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، له هر اړخيزې څېړنې او غور وروسته پرېکړه وشوه چې د روان کال د تلې د میاشتې په اتمه نیټه  دې په ټول افغانستان کې دغو پاکو شهیدانو او د هېواد نورو پیژندل شویو او نوم ورکو شهیدانو ته د دعا لپاره دې د فاتحې مراسم ترسره شي او د هېواد بیرغ دې د وير په دود د دوو ورځو لپاره په نيم ځوړند ډول وځړول شي.
په دغې مشورتي غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې د هیواد د شهیدانو د درناوي او د یاد د ساتلو لپاره دې د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې یو جومات او یو یادګاري څلی جوړشي.
په دې غونډه کې حضرت صبغت الله مجددي، مارشال محمد قسیم فهیم، استاد محمد کریم خلیلي، الحاج فضل هادي مسلمیار، صلاح الدین رباني، هدایت امین ارسلا، استاد نعمت الله شهراني، پوهاند ګلرحمن قاضي، مولوي قیام الدین کشاف، محمداسماعيل خان، عبدالهادي ارغنديوال، ستر جنرال عبدالرحیم وردګ، استادمحقق، وحیدالله سباوون، استاد محمداکبري او ضراراحمد مقبل د دغې ځانګړې مشورتي غونډې ګډون کړی و.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته