د جلګې او بورکې د ولسواليو امنيه قوماندانان شهيدان شول

کابل/ د غبرګولي١٥مه / باختر
د سختو نښتو په پايله کې چې نن سهار د بغلان په جلګې او بورکې ولسواليو کې وشوې د دغو ولسواليو امنيه قوماندانان شهيدان شول.
د جلګې ولسوال عبدالوکيل مجيدي د باختراژانس سيمه ييزخبريال ته وويل؛ وسله والو طالبانو له څو لورو د بغلان په جلګې او بورکې د امنيتي ځواکونو پرپوستو پراخ بريدونه وکړل چې په پايله کې د جلګې د پوليسو قوماندان ګلبدين غفوري او د بورکې د پوليسو قوماندان لطف الله حق بين په ګډون ٨ نور سرتيري شهيدان شول.
د جلګې ولسوال زياته کړه په دې نښتو کې ١٥نور پوځيان ټپيان شول.
خبرځاى وويل په دغو پېښو کې د وسله والو طالبانو د دوو سرګروپانو په ګډون٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
د جلګې ولسوال د يادو سيمو د ښه امنيت د تامينولو په موخه له مرکزي حکومت څخه د زياتو سرتيرو د استولو غوښته وکړه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته