د جلال اباد _ تورخم په لويه لاره کې پر تدارکاتي کاروان د وسله والو طالبانو بريد

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :
وسله والو طالبانو د جلال اباد _ تورخم  په لويه  لاره کې د ناټو دځواکونو پر تدارکاتي کاروان بريد وکړ.
ويل کيږي چې وسله والو طالبانو په دغه بريدکې د ناټو د اکمالاتي کاروان په دوو موټرچلوونکو ډزې کړي دي.
دغه پيښه  نن له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخواکې دتورخم _ په لويه لاره کې  د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د ناټو په تدارکاتي کاروان بريدوکړ.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزى له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه بريد تائيدکړ او ويې ويل  چې په دې نښته کې  د ناټو د تدارکاتي  کاروان دوه تنه موټر چلوونکي دجګړه مارانو  له خوا په ډزوسره وژل شوي دي.
ويل کيږي چې دغه کاروان له تورخم  څخه  کابل ته ر وان و .
د شاهدانو د څرگندونوله مخې: طالبانو ددغه بريد په بهيرکې د ناټو د اکمالاتي  کاروان څه ناڅه دوه موټرونه هم سوځولي دي .
د ناټو ځواکونو تراوسه پورې په دې باب نظرنه دې څرگندکړي .
د بټي کوټ ولسوالۍ د تورخم _  جلال اباد په لويه لاره کې پرته ده او په دې وروستيو وختوکې دماينونو د ښخولو او وسله والو بريدونو په ګډون د وسله والو طالبانو د فعاليتونو ډګردى.
افغان ځواکونو په دې وروستيو وختوکې په دغې ولسوالۍ کې لس ورځې پراخ  پوځي عمليات ترسره کړل چې د وسله والوطالبانو د سيمه ييزو قوماندان مولوي عبدالرحمن او مولوي بلال په ګډون، د سلو تنو وسله والو طالبانو په نيولو بريالي شول   چې ويل کيږي د تورخم په لويه لاره کې په زياتو ناامنيوکې لاس درلود.
په همدې حال د ننګرهار ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې افغان ځواکونه د بټي کوټ ولسوالۍ په ځينو برخوکې په هغه ځاى کې په سترو پوځي عملياتو بوخت دي  چې د وسله والون طالبانو زيات پټنځايونه پکې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته