د جلال اباد ښاروالۍ عواید کمښت موندلی دی

٢٨- جلال اباد / د مرغومي / ۲۲/ باختر
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښاروالۍ عواید د تېر کال په پرتله کمښت موندلی دی .
د وړاندې شویو شمېرونو له مخې، سږکال دغه ښاروالۍ ٣١٠ میلیونه افغانۍ عواید لري په داسی حال کې چې تېر کال دغې ادارې عواید ٤٧٧ میلیونه افغانیو ته رسیدلی وو.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښاروال اباسین بهیر نن له خبریالانو سره په یوې ناسته کې وویل چې د کرونا د ویروس خپرېدل په روان کال کې د عوایدو د کمښت اصلي علت دی.
هغه وویل د هغو پروګرامونو په پام کې نیولو سره چې دوی درلودل راتلونکي کال کې به د جلال اباد عواید زیاتوالي ومومي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته