د جلال آباد ښار په واټونوکې د ترافيکي اشارو د نصبولو د بهير دوام
کابل- باختر د غبرګولي د مياشتې ١٣مه
د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار په واټونوکې د ترافيکي اشارو د درولو بهير دوام لري .
دننګرهار ولايت د ښاروالۍ او ترافيکو د مسوولينو په نويو اقداماتو کې په اتو ګڼ مېشتو واټونوکې ترافيکي اشارې درولې دي .
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل باختر آژانس ته وويل چې هلې ځلې کوي د ښار ټول واټونه په ترافيکي اشارې سمبال کړي.
ده له ټولو ښاريانوڅخه وغوښتل چې په ښارکې د ګڼه ګونو، د ترافيکي پېښو د مخنيوي او د نظم د رامنځته کولو لپاره ترافيکي اشارې ته پاملرنه وکړي.
تر اوسه پورې د جلال آباد ښار يوشمېر واټونه په ترافيکي اشارو سمبال شوي دي.
ختم_ ج– اکرم