خبرونهاقتصادTOPټولنه

د جلال آباد ښاروالۍ روان کال تر دې دمه ۴۵۳ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د پيل شوي کنفرانسونو په لړۍ کې نن د جلال آباد ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال د څو مياشتو کړنې له رسنيو سره شريکې کړې.
د باختر اژانس د خبر له مخې ؛د يادې ښاروالۍ وياند بختي جان مراد وويل په ۱۴۰۲ کال کې جلال آباد ښاروالۍ ته د ۵۸۵ ميليونه عوايدو هدف ټاکل شوی، چې تر دې دمه ۴۵۳ ميليونه عوايد راټول او تمه ده په پاتې مياشتو کې به مو عوايد له ټاکل شوي هدف څخه هم لوړ شي.
بختي جان زیاته کړه په ۱۴۰۲ کال کې د جلال آباد ښاروالۍ انکشافي پروژه ۳۶۰ ميليونه وه او ۱۸ مختلفې پروژې په بېلابېلو ناحيو کې ترسره او ۱۸ پروژې د ۱۴۰۱ کال څخه، چې انتقال شوې وې هغه هم په ۱۴۰۲ کال کې ترسره شوي او ۱۴۰۳ کال لپاره ۴۱۵ ميليونه افغانۍ انکشافي بودجه لرو، چې په دې بودجه به د ښار په مختلفو ناحيو کې ۱۷ بېلابېلو غټې او وړې پروژې پلې شي.
نوموړي وویل د اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ او جلال آباد ښاروالۍ په مالي ملاتړ د نارنج ګل دوديزه مشاعره په شاندارو مراسمو نمانځل شوې، سږ کال ۱۳۶ زره ۲۰۰ متره مکعبه کثافات راټول شوي، د ۲ زره ۳۰۰ کيلو مترو ويالو صفايي ترسره شوې، ۲ زره ۲۰۰ او ۱۰ کيلو متره پلو لارو، باغونو او پارکونو خاکروبي، د ۲۳ لاوارثه مړو تجهيز او تکفين او تر ۴۰۰ کوڅه ډبو سپيو له منځه وړلو کمپاين ترسره شوی دی.
هغه دا هم وويل؛ د جلال آباد ښار د ماسټر پلان له مخې په ښار کې د ګڼې ګوڼې راکمولو او ښاريانو ته د اړينو خدماتو وړاندې کولو په منظور د جلال آباد ښار د ۴۰ متره حلقوي سړک سروې، چې ، ۲۲ کيلو متره کېږي ډيزاين او د استملاک سروې يې ترسره شوي، چې د بودجې په شتون کې به يې پاتې چارې هم ترسره شي.
د جلال آباد ښاروالۍ سره د مشارکتي پروژو په اړه يې وويل؛ د جلال آباد ښاروالۍ د پونپس ادارې په همکارۍ د ښار په نهو ګونو ناحيو کې د څه له پاسه ۵ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ۵۲ پروژې، چې يو شمېر تکميل او پاتې يې عملاً تر کار لاندې دي، همداشان د يو اېن هبيتات ادارې لخوا هم په جلال آباد کې يو شمېر ساختماني پروژې پلې شوي دي او په ۱۴۰۳ کال هم د همکارو موسسو لخوا د ۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ساختماني پروژو د پلې کولو لپاره د مرستې ژمنې شوي دي.
هغه د غصب په اړه د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل د څلورمې ناحيې اړوند زاړه ښار په ساحه کې شاوخوا ۷ جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې، چې عملاً پکې سړکونه او پياده روونه جوړ شوي، په روښان مېنې کې ۲ جريبه، درېيمې ناحيې ګولايي عربانو کې ۲ جريبه، اولې ناحيې اميد آباد ساحه کې ۳ جريبه، د کابل سيند جنوب طرف د ۴۰ متره سړک په مسير د کمپونو ساحه کې د ۵ جريبو، اتمه ناحيه کې ۳ جريبه د پارک ساحه او ۱۵ جريبه د رهايشي نمرو ساحه، پنځمې ناحيې عبدالحق مېنې پارک ۳ جريبه، په اوومه وياله کې د شهيدانو مېنې په نوم ۲۵ جريبه ځمکه، چې دولتي ده، خلکو غصب او کورونه پکې جوړ کړي او اوس لپاره ښاروالۍ ورڅخه کرايه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته