د جعلي تذکرو د ويشلو د څرنګوالي څيړنه پيل شوه

کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه : 
لوى څاروالۍ د جعلي تذکرو د ويشلو د څرنګوالي په باب خپلې څيړنې پيل کړې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د لوى څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون، د مرکزي احصايې او د وګړو د احوالو د ثبت د ادارې د استازو په ګډون يو هيئت د لوى څارنوالۍ د استازي په مشرۍ موظف شوى دى چې په تذکرو کې د جعل او تزوير څرنګوالى وڅيړي چې په دې وروستيو وختوکې ويشل شوې دي.
رسولي زياته کړه: دغه هيئت چې د جمهوري رياست د حکم له مخې موظف شوى دى، برسيره پر دې چې د تابعيت په تذکرو کې د جعل او تزوير څرنګوالى به وڅيړي؛ هغه عمومي شمېر به ترلاسه کړي چې تر کومې اندازې پورې دغه شان تذکرې   ويشلې شوې دي.
دغه راز دوى د جعلي تذکرو د ويشلو په باب د حقيقي او حکمي اشخاصو ادعاوې وڅيړي، عاملين يې وپيژني او د خپل کار د نتيجو په باب جمهوري رياست ته رپوټ ورکړي.
رسولي وويل: د هيئت کار نن پيل شوی چې د هغه له پرمختګ څخه به په منظم ډول  رسنيو ته خبر ورکړ شي.
بايد وويل شي چې په دې وروستيو وختوکې ستر ملي ايتلاف چې له ۳۰ سياسي  ګوندونو څخه جوړ شوى دى، د تابعيت په زرګونو تذکرې يې رسنيو ته وښودلې او ادعا يې وکړه چې دغه تذکرې په جعلي ډول چاپ او ويشلې شوې دي .
د وګړو د احوالو د ثبت ادارې دغه ادعا رد کړې ده او د انتخاباتو خپلوا ک کميسيون د تذکرو ويشل د دغې ادارې کار نه بولي او هم د جعلي تذکرو د چاپولو او ويشلو په باب ځان مسوول نه بولې .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته