د جاپان په پرونۍ زلزله کې تر دا مهاله د ۱۳ تنو د مړه کېدو راپور ورکول شوی

کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په حواله د جاپان په پرونیو زلزلو کې د مړه شویو کسانو شمېر ۱۳ تنو ته رسېدلی.

د دغې زلزلي د ټپیانو او نورو زیانونو کره معلومات لا نه دي خپاره شوي او د جاپاني چارواکو په خبره اوس مهال شاوخوا زر تنه پوځيان او د ژغورنې ګڼشمېر نور مامورین په ویجاړو شویو ودانیو کې د بند پاتې کسانو په ژغورنې بوخت دي.

د ژغورنې ځینې ډلو ویلي، چې د زلزلې قوت او سیمه کې ویجاړیو ته په کتو ممکن د تلفاتو په شمېر کې زیاتوال راشي.

چارواکو زیاته کړې، چې د سړکونو ویجاړیو د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات له ځنډ او ځینو سیمو کې له خڼډ سره مخ کړي، خو دوی هڅه کوي له بېلابېلو لارو څخه زیانمنو سیمو ته ځان ورسوي.

دغه زلزلې چې ورپسې یې څو نور واړه ټکانونه هم حس شوي، پرون مازیګر په ځایي وخت ۴:۱۰ بجې رامنځته شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته