سیاست

د جاپان نوی سفیر وايي، چي هیواد به یې په پرمختیايي او ظرفیت لوړوني برخو کي له افغانستان سره همکارۍ زیاتي کړي

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه
د افغانستان لپاره د جاپان نوی سفیر میتسوجي سوزوکا د هیواد له اجرائیه رئیس ډاکټر عبداله عبدالله سره په کتنه کي وویل، هیواد یې ژمن دی، چي د افغانستان له ملت او دولت سره په پرمختیايي، بشري، تعلیمي، تحصیلي او د ظرفیت لوړوني په برخو کي خپلي همکارۍ زیاتي کړي.
ده زیاته یې کړه، هیواد یې هیله لري، چي په افغانستان کي د سیاسي ثبات ترڅنګ د امنیت او سولي په پروسه کي پرمختګ وشي او افغانان د سولي او امن خاوندان شي.
سوزوکا یادونه وکړه، چي دوی به فوق لسانس محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړي ترڅنګ په تعیلمي، کلتوري، عمراني او صحي برخو کي خپلي اوسنۍ همکارۍ نوري هم پسې زیاتي کړي.
هغه وویل، چي هیواد یې د ملي یووالي حکومت له خوا د اصلاحاتي اجنډا او په خاصه توګه د ټاکنیزو اصلاحاتو د پروسې ملاتړ کوي او هیله لري، چي په دې برخه کي نور پرمختګونه هم وشي.
د هیواد اجرائیه رئیس د جاپان نوي سفیر ته د نوي دندي د مبارکۍ ترڅنګ، د هغه له هیواد څخه مننه وکړه، چي د کلونو په اوږدو کي یې په ډېرو اساسي برخو کي له افغانستان سره رغنده همکارۍ جاري ساتلي دي.
هغه د جاپان سفیر ته وویل، چي افغانستان د انرژۍ، د دايمي پراختيا، د ظرفیت جوړوني او خصوصي سکټور په برخو کي د دوستو هیوادونو همکاریو ته لېوال دی او هیله لري، چي په دغو برخو کي د جاپان هیواد هم همکارۍ وکړي.
ده زیاته کړه، چي دغه ډول پروژې به د اوږدې مودې لپاره د افغانانو درد دوا کړي او د یوه پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کي به مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته