خبرونهنړۍ

د جاپان د دوشنبې د ورځې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۶۱ تنو ته ورسېده

نړۍ، د مرغومې ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په حواله د جاپان په لوېدیځ کې د دوشنبې ورځې تر زلزلې د شاوخوا ۴۰ ساعتونو په تېرېدو تر دا مهاله د ۶۱ تنو مړینه تایید شوې او لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.

دغې زلزله کې د ۳۰۰ تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکول شوی، چې د ۲۰ هغو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

لومړي وزیر د ژغورنې او مرستې رسونې د عملیاتو د ښه ترسراوي په موخه بېړنۍ غونډه کړې او ویل کېږي تر دا مهاله ۳۱ زره ۸ سوه کسان له زیانمنو سیمو څخه امنو هغو ته لېږدول شوي دي.

تر زلزلې وروسته په ځينو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوې او زرګونه کورنۍ له برښنا څخه بې برخې شوې دي.

دغې زلزلې ځینې سړکونه هم له منځه وړي، چې د ژغورنې علمیات یې له خنډ سره مخ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته