د ثور د مياشتې د اتمې د افغانستان د خلکو د جهاد د برياليتوب د ٢١ کاليزې له امله د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم پيغام ګرانو هيوادوالو، خويندو او وروڼو !
کابل باخترد ثور دمياشتې ٧ :
د ثور د مياشتې د اتمې د افغانستان د خلکو د جهاد د برياليتوب د ٢١ کاليزې له امله د جمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم پيغام
ګرانو هيوادوالو، خويندو او وروڼو !
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
خوښ يم چې دګران هيواد افغانستان د آزادي غوښتوونکو، سرلوړو، مجاهدو او مسلمانوخلکو د روا جهاد او مبارزې د برياليتوب د ٢١ کاليزې له امله د افغانستان د جهاد د محترمو مشرانو، زړورو مجاهدينو او د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وايم .
په دې مناسبت د هغو ټولوکسانو پاک روح ته دعا کوم چې دغې حق غوښتوونکي او آزادي غوښتوونکي مبارزې په لاره کې شهيدان شول.
دهيواد تاسې سرلوړې او آزادي غوښتوونکي خلک وې چې په دغې خونړۍ اوتاريخي ورځ په تشو لاسونو او بربنډو پښو، خو له ايمان او سرښندنې سره په ډکو زړونو سره په پښو ودريدئ چې په خپل جهاد سره نړۍ ته د نوى تاريخ پاڼه ور زياته کړئ او خپل نوم تلپاتې وساتئ .
د وخت د شوروي اتحاد يرغلګر، په هغو ورځوکې ښايي ستاسو پاڅونونوته پاملرنه نه کوله، خو زيات وخت تېر نه شوچې زموږ د خلکو د پاڅونونوهيبت داسې د هغوى په زړونو د ويرې او ډار تخم وشينده چي هيڅکله به يې هيرنه کړي.
هيوادوالو، خويندو او ورونو!
زموږ د خلکو روا جهاد په داسې شرايطوکې پيل شو چې نړۍ د کمونيزم له هيولا سره مخامخه شوې وه او له هغې څخه د خلاصون لپاره کومه هيله نه و .
د تاسو آزادي دوستو او سرلوړوخلکواتلواله مبارزه وه چې دوحشت او دهشت ځنځيرونه
يې وشلول او له امله يې زياتو هيوادونو آزادي پيداکړه او خپلواکۍ ته ورسيدل .
نن ورځ د برياليتوب له هغه وخت او له هغه سپيده داغ څخه ٢١ کاله تيريږي، هغه سپيده داغ چې د جهاد او مبارزې د څڅيدونکې وينې له شفق څخه راوخوت او د دې هيواد د خلکو د پيوستون ، اتحاد او يو موټي توب په برکت او د جهاد د مشرانو په داعيانه مشرۍ ثمرته ورسيد .
که څه هم زموږ د خلکو د دښمنانو توطيې او دسيسې ددې سبب شوې چې زموږ خلک ونه کړى شي د خپل روا جهاد د برياليتوب خوند وڅکي؛ خو زموږ جهاد نړيوالو ته يوه نوې نړۍ په سوغات راوړه .
دغه راز زموږ د خلکو د روا جهاد د لارې د شهيدانو هغو ټولوکورنيو، هغو ټولو کسانوته چې د دغې لوړې او ارزښتناکې انساني او اسلامي داعيې د تحقق په لاره کې معلول او معيوب شول او هغو ټولو کسانو ته چې خپل عزيزان يې د وخت د رژيم په جيلونوکې له لاسه ورکړل؛ د خپلې مننې او قدرانۍ مراتب وړاندې کوم چې لوى خداى ( ج ) زموږ دګران هيواد ټولو سرښندونکوته ستر اجر ور پر برخه کړي .
ګرانو هيوادوالو !
زموږ دګران هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره ستاسو اتلواله مبارزه زموږ د هيواد د معاصر زرين تاريخ يوه ډېره ځلانده پاڼه ده. دغه خونړۍ او وياړلې دوره که څه هم په زياتو دردونو او کړاونو سره زموږ په خلکو تېره شوه، خو ويې ښودله چې د ديني،ټولنيزو او اخلاقي ارزښتونو د ساتنې او دفاع لپاره حماسه، ميړانه او زړورتيا زموږ د خلکو په وړاندې په يوه داسې نه ليدونکى الګو بدله شوې ده چې زموږ خلک نړيوالو ته معرفي کوي .
تاسو په هماغوځانګړتياوو سره د هغو دښمنانو په وړاندې پاڅون وکړچې په نړۍ کې په خپل لوړتيا غوښتوونکي ځواک نازيدل او ځان يې نه ماتيدونکي باله.
ګرانو هيوادوالو !
نن ورځ زموږهيوادپه ډېرو نازکوشرايطوکې دى. نن ورځ هم د جهاد د پيل د ورځو په شان موږ په خپلوکې يو والى، دوستۍ او پيوستون ته اړتيا لرو .
د يو والى او دوستۍ لپاره يوبل ته لاسونه ورکړئ او په ټولو برخوکې د پرمختګ او پراختيا لپاره په متحد ډول کار وکړئ .
په اوسنيو ستونزو او ناخوالو د برياليتوب يواځنى لاره د افغانستان د ملت يو والى ، وحدت او پيوستون دى .
يوځل بيا د دغې مبارکې اونيکمرغه ورځې له امله د زړه له کومې ټولوګرانو هيوادوالوته مبارکي وايم او د خپل ګران هيواد د جهاد، آزادى او خپلواکۍ له لارې د ټولو سورکفنو شهيدانو پاک روح ته دعاکوم .
ومن الله التوفيق .