اقتصاد

د تېر په پرتله سږ کال په قندهارکې د انارو تولیدات زیات شوي

کابل باخترد لړم دمياشتې ٥نيټه : 
د قندهار ولایت د کرنې ریاست وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې          د انارو تولیدات زیات شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې رئیس سید حفیظ الله سعیدي نن وویل چې سږ کال په قندهار ولایت کې انار د کيفیت او کیمیت له پلوه ډېر ښه وو او تر دې مهاله له قندهاره څه باندې ۲۶ زره ټنه انار پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران او هندوستان ته صادر شوي دي.
د ده په خبره، ټاکل شوې چې روان کال په دغه ولایت کې له باغونو۱۵۰ زره مټریک ټنه انار راټول او بهر ته صادر شي.
د ښاغلي سعیدي د معلوماتو له مخې، تېر کال په قندهار کې د انارو د  ونو حاصلات ۱۲۵ زره مټریک ټنه وو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته