خبرونهاقتصاد

د تېر په پرتله د زابل د ترانسپورټ ریاست عواید ۷۰ سلنه لوړ شوي دي

 کابل، د غبرګولی ۲۲ مه، باختر

د زابل ترانسپورټ مسئولین وایي چي ترانسپورټي ماليات په منظم ډول راټولول له ملي عوایدو سره مرسته کوي.

د زابل ترانسپورټ ریس ملا اسدالله شمشاد باختر اژانس ته وویل چې غواړي د یو شمېر کلیو او ولسوالیو اډې فعالې کړي، څو یې پر مټ د موټر چلوونکو تر منځ  اصول مراعات شوي وي او ورباندې ملي عواید لوړ شي.

شمشاد وایي چې اوس یوازې د کندهار او کابل لویې لارې، او د میزاني اډه فعال ده چې د اتو میاشتو په جریان کې یې ور څخه یو میلیون او څلوېښت زره شپږ سوه افغانۍ عواید را ټول کړي او ملي عوایدو ته جمع شوي، چې دا فیصدي د تېر په پرتله ۷۰ سلنه  لوړه شوې ده.

په خبره یې د شملزو د ګمرک، په مرکز کې د ټولو اډو په فعالېدو سره به دا فیصدي نوره هم لوړي شي او په مټ به یي ترانسپورټي خدمات زیات شي.

د دې ولایت یو شمېر ډریوران وایي چې په اډو کې بې نوبتي وي او اکثره وخت د دې بې نوبتۍ له امله جنجالونه هم کېږي، دویي له ترانسپورټ ادارې غواړي چې یو منظم سیستم ورته جوړ شي ترڅو له یوې خوا ملي عواید لوړ شي، او له بلې خوا به دوی تر منځ هغه اصول او مقرارت هم مراعت شوي وي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته