د تېرې ادارې پرمهال د توقیف شویو موټرو په تړاو د کورنیو چار وزارت خبرتیا

کابل، د غوايي ۳مه، باختر
ټولو هغو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د تېرې فاسدې ادارې په مهال یې موټر د ترافیکي پېښو او یا نورو سرغړونو له کبله توقیف او درول شوي وو د خپلو وسایطو اسناد په کابل کې د ترافیکو لوی ریاست ته د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غوایي میاشتې له ۳مې نېټې څخه تر راتلونکو دوو میاشتو پورې وسپاري.
د اسنادو د ارزونې او څېړنې وروسته به یاد وسایط د قانوني ستونزو د نه لرلو په صورت کې خپلو اصلي مالکانو ته سپارل کېږي.
له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.