خبرونهاقتصادټولنهTOP

د تیکا مؤسسه د نويو هوايي پلونو د ډيزاين په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي

کابل، غبرګولي ۱۹مه، باختر
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ترکیې د «تیکا» مؤسسې له رئیس فاضل آکین اردوغان سره په کتنه کې، د ښار اوسني وضعیت د لا ښه والي او د پرمختیايي پلانونو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې کابل ښاروال ویلي چې د افغانستان او ترکیې د ښارونو ترمنځ د دوستۍ اړیکې او په علمي او فني برخو کې د تجربو شریکول به په دوه اړخیزه توګه ترسره شي.
د ترکيې د تیکا مؤسسې رئیس هم، د افغانستان او ترکیې د اوږدې دوستۍ په اړه خبرې کړې او ژمنه یې کړې چې د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، د نويو هوايي پلونو د ډيزاين او د ښاري آسانتیاوو برابرولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته