کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
دافغانستان د تکواندو دملي ټيم ورزشکاران د ايران دفجر دلسيزې په سياليو کې له ګډون وروسته دسپينو زرو له يوه مډال او د برونزو له دوو مډالونو سره هيوادته راستانه شول.
د کابل له نړيوال هيوايي ډګر څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
دايران د فجر دلسيزې د تکواندو سيالۍ دنهو هيوادونو د ورزشکارانو په
ګډون ترسره شوې چې محمود حيدري د سپينو زرو مډال او مسعود کريمي او
زهرا ابراهيمي دبرونزو مډالونه ترلاسه کړل او افغانستان ددغو سيالوي دريم مقام وګاته .
ددغو سياليو لومړى مقام ايراني ورزشکارانو ، او دويم مقام د اذربايجان ورزشکارانو وګاته.
د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې دمشرانو جرګې لومړى نايب محمد علم ايزديار، د اولمپيک د ملي کميټې مشرتابه هيت او د ورزش يو زيات شمير مينه والـــــو ورزشکارانو ته هرکلي ووايه .
0 1 دقیقه لوستل