د تيرې اوونۍ په بهيرکې د هيوادپه لسو ولايتونوکې هيڅ جنايي پيښه نه ده ثبت شوې

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي: د پوليسو د مشرتابه په درې ورځنى سيمينار کې د پوليسو لپاره نوي هدفونه تطبيق شول .
  د باخترآژانس  د خبريال د خبر له مخې: د کورنيو چارو وزارت وياندصديق صديقي نن په يوه خبري غونډه کې د پوليسو د جګپوړو قوماندانانو د هغه سميينار  په باب معلومات ورکړل  چې تيره اوونۍ جوړ شو .
  ده وويل: په سيمينارکې د ولايتونو د امنيه قوماندانانو او د سرحدي لواګانو  د قوماندانانو په ګډون د پوليسو د جګپوړو قوماندانانو تېر فعاليتونه  وڅيړل شول او د هغوى کمزوري ټکي او د هغوى د لارې پرسر پرتې ستونزې مشخصې شوې.
  صديقي زياته کړه چې په دې سيمينارکې دپوليسو هغه نوي هدفونه چې هماغه  له اداري فساد او له سازمان موندلو جرمونوسره جدي مبارزه ده؛ وټاکل شول او د جنايتکارو بانډونو  د له منځه وړلو په لاره کې دپوليسو په عملياتو باندې  ټينګار وشو .
دکورنيوچارو وزارت وياند په دې خبرې غونډه کې د هيواد د امنيتي حالاتو د بيانولو په ترڅ کې وويل: تېره اوونۍ د پوليسو له خوا  د هيواد  په بېلابېلو ولايتونو  کې ٤٣ عمليات ترسره شول چې له امله يې  ١٧٤  تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول  او ٤٥ تنه نور يې ونيول شول چې له هغوى څخه ٥٣ ميله وسله او ١٠ موټرسايکلونه  ترلاسه شوي  او ١٨٠ ماينونه کشف او شنډکړي شوي دي .
دغه راز ده د تورو ښيښو لرونکو د وسايطو د پاکولو او د هيواد په مرکز او ولايتونوکې د سندونو  نه لرونکو وسايطو د درولو د عملياتو د پيل خبرې وکړې.
د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر په دې اړوند وويل: تراوسه پورې  يو زيات شمېر وسايط په کابل کې د دغو عملياتو په بهيرکې درول شوي دي او تر هغه وخته پورې به دغه عمليات دوام ومومي چې د تورو ښيښو  د وسايطو او د سندونو د نه لرونکو وسايطو له پلوه امنيتي ګواښونه  لرې شي .
  دغه راز په دې خبري غونډه کې دکورنيو چارو وزارت دجنايي جرمونو دتحقيقاتو لوى رييس جنرال سيد عبدالغفار دهيواد دحالاتو  دبيانولو په ترڅ کې وويل چې دهيواد په کچه  دجرمونو  ګراف ټيټ شوى دى.
ده وويل: تيره اوونۍ په هيوادکې ١٧٧  جرمي پيښې  ثبتې شوې دي چې  په اړوند يې ١٩٠ تنه مشکوک کسان نيول شوي؛ په داسې حال کې چې د هيواد په لسو ولايتونوکې هيڅ  جرمي پيښه نه ده ثبت شوې.
هغه پيښې چې تيرې اوونۍ رامنځته شوې دي؛ له هغو پيښو څخه کمې دي چې له هغې څخه په مخکې اوونۍ کې په هيوادکې ثبتې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته