نړۍ

د تونس صدراعظم د استعفا ګواښ وکړ

دتونس ښار باختر دمرغومي  شپږمه
دتونس صدراعظم مهدي جمعه پرون دخپلې کابينې د ځينو غړو د انتخاب په باره کې دنظر د اختلاف له پيداکيدو وروسته د استعفا ګواښ وکړ .
باخترآژانس د ايران د دولتي خبري آژانس له خولې وويل: مهدي جمعه ګواښ وکړ که چيرې ددفاع ، کورنيو چارو او دبهرنيوچارو د وزيرانو په باره کې موافقه ونه شي؛ د صدارت له مقام څخه به ګوښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تونس د النهضه غورځنګ دکورنيوچارو د وزير په توګه له لطفې بن جدو سره په خپل ملاتړ باندې ټينګار وکړ .
ټاکل شوې وه د تونس صدراعظم دخپلې کابينې غړي پرون ددغه هيواد جمهور رييس منصف المرزوقي ته  معرفي کړي؛ خو د نه اعلام شويو دلايلو له مخې دکابينې د معرفي کولو کار ځنډيدلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته