امنیت

د توفان دره سرخ عمليات پاى ته ورسيدل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
د ملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي: دامنيتي ځواکونو هغه محاربوي عمليات  چې د توفان دره سرخ په نامه د تيرې پنجشنبې په شپه د کونړ ولايت په دانګام کې پيل شوي وو؛ پاى ته ورسيدل.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د توفان دره سرخ د عملياتو په بهيرکې چې څه ناڅه ٤٨ ساعته يې دوام وکړ؛ پاکستاني طالبانو او بهرنيو تروريستانو ته د سر دروند زيان واوښت .
طالبانو له پاکستاني طالبانو او د منځنۍ آسيا له هېوادونو څخه له نورو تروريستانو او چيچنيانو سره په مشارکت کې د کونړ ولايت په دانګام بريدونه ترسره کړل خو په وروستيو ورځو کې يې د سر دروند زيان وزغامه .
لکه څنګه چې يو زيات شمېر دغه شر اچوونکي  د تيرو ٤٨ ساعتو په بهيرکې   وژل شوي او د هغوى د وسلو او مهماتو څو ډيپو ګانې په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي او يوه اندازه چاوديدونکي توکي او څو ماينونه هم کشف شوي دي.
د طالبانو يو جګپوړى قوماندان هم په ټپيانوکې شامل دى.
د توفان دره سرخ په عملياتوکې د ملي اردو د کوماندو ځواکونه د سيلاب قول اردو  عسکر  او د پوليسو  افراد او هوايي ځواکونه ګډون لري.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيرى وايي چې اوس عمليات ځنډول شوي دي او د عملياتو برخه وال د خپلو سنګرونو په ټينګښت بوخت دي او دغه راز خپلو امنيتي فعاليتونو او د پلټنې  کار ته دوام ورکوي .
دولت وزيري تائيد کړه چې په دانګام کې د توفان دره سرخ د عملياتو په بهيرکې  دملي اردو دوه تنه ميړني منسوبين  شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته