د تورخم د دروازې د تړل کيدوله امله څلورتنه ناروغان له منځه لاړل

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٠ :
دتورخم د دروازې د تړل کيدو له امله  څلورتنه ناروغان له منځه لاړل .
ددغو ناروغانو حالت چې خراب بلل کيده؛ ټاکل شوې وه د کورنيو له خوا يې د درملنې په مقصد د پيښور ښار ته وليږدول شي چې د تورخم د دروازې دتړل کيدوله امله له ساعتونو انتظار وروسته ساه ورکړه.
دباخترآژانس خبريال ګلستان غالب  چې په ننګرهار ولايت کې يې د تورخم دروازه کتلې ده وايي چې پاکستاني مامورينو دغه لاره له نن سهار دترافيکو پرمخ وتړله .
فرهاد يو ځوان چې د خپل کاکا ناروغ  زوى يې د دروازې د تړل کيدو له امله له لاسه ورکړى و؛  وويل چې په وار وار يې له پاکستاني سرحدي مامورينو څخه  د تيريدو اجازه وغوښته،  خو هغوى له ده سره له تاوتريخوالى ډک چلندوکړ.
د تورخم لاره دافغانستان اوپاکستان ترمنځ يوه لويه ترافيکي لاره بلل کيږي چې هر وخت دهغو افغانانو پرمخ تړل کيږي چې ويزه نه لري.
په ورځ کې په زرګونو افغانان د درملنې او دخپلو، خپلوانو دکتنې لپاره د پيښور ښارته تګ راتګ کوي، خو زياتره يې دپاکستان ويزه نه لري .
په همدې حال کې دننګرهار د والي ويندوى احمدضياعبدالزي په تورخم دروازه  کې د څلورو تنو افغان ناروغانو مړينه تائيدوي  او وايي چې دترافيکو پرمخ ددغې لارې د بيا پرانيستلو په مقصد خبرې دوام لري.
عبدالزي وايي چې د تورخم دلارې دبياپرانيستلولپاره د ننګرهار والي ګل آقا شيرزي په جلال آباد ښارکې دپاکستان له قونسل سره خبرې کړې دي.
ده وويل چې دغه لاره به ډېر  ژر بيا دترافيکو پرمخ بيا پرانيستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته