کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه تېره شپه د تورخم په دروازه کې پيل او د دريو تنو يرغلګرو په وژل کيدو سره د سهار په اتو بجو پاى ته ورسيده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل:
پاکستاني مقاماتو غوښتل د شپې له تورتم څخه په استفادې سره په تورخم بندر کې دروازه جوړه کړي چې د افغان امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او جګړې د سهار تر اتو بجو پورې دوام وکړ چې د دريوتنو يرغلګروپه وژل کيدو سره پاى ته ورسيده .
خبرځاى وويل: يرغلګرو په دې جګړه کې له درندو وسلو څخه هم استفاده کړې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ