د تورخم بندر د ترانسپورتي ترمينل د دريم فاز د جوړولو کار پيل شو

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :      
د  ١٩٤٨٠ مترمربع ځمکې په ساحه کې د تورخم بندر د ترانسپورتي ترمينل د دريم فاز د جوړولو کار پرون پيل شو.
د ترانسپورت وزارت وياند حکمت الله قويج د باختر آژانس خبريال ته وويل چې  هېوادوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او د ترانسپورتي آسانتياوو د برابرولو په مقصد د تورخم بندر د ترمينل د دريم فاز د جوړولو عملي کار د اکسِلِنټ (Excellent) له ساختماني او پلان جوړونې شرکت سره د قرارداد له لاسليک کولو وروسته پيل شو.
د ١٩٤٨٠ متر مربع ځمکې په مساحت د تورخم بندر په ترانسپورتي ترمينل کې د لومړنيو مرستو له ټولو امکاناتو سره یې کلينيک، جومات، د انتظارسالون، ترانسپورت، د پوليسو او ترافيکو د مامورينو دفترونه، د ټکټ پلورنې دفترونه، ترميماتي ورکشاپونه، د ترانسپورتي وسايطو پارک او رستورانت شامل دي.
پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته