ورزش

د تنکيو ځوانانو د فوټبال سيالۍ په هرات کې دوام لري

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
د تنکيو ځوانانو دجام دفوټبال سيالۍ نن په هرات ولايت کې په شپږو لوبو سره دوام مومي.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترآژانس ته وويل: په دغوسياليوکې دکهسان ټيم د بيګ بير له ټيم، د پيام آسياټيم د نوابي له ټيم، دجامي ټيم د باختر له ټيم، د آريانا ټيم د هيري له ټيم او د پيروزي ټيم د پيمان له ټيم سره لوبې کوي.
دغه سيالۍ چې څه موده مخکې د تنکيو ځوانانو د ديرشو ټيمونوترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې ؛ په دوام يې پرون د آزادي، خراسان، اتفاق، پامير او داستقلال  ټيمونه پرخپلو سيالانوبريالي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته