د تقاعد د حقوقو په تړاو د مالیې وزارت اعلامیه

کابل، د مرغومي ۲مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ۱۲مې ګڼې فرمان پر بنسټ، د ټاکل شويو اصولو له مخې د وزارتونو او امارتي ادارو (له فتحې څخه مخکې متقاعدینو) او د برحاله امارتي کارکوونکو د تقاعد د حقوقو ورکولو پرېکړه شوې ده.
د یاد فرمان له مخې د هېواد سترې محکمې ته دنده سپارل شوې چې له مالیې وزارت او غير بودجوي واحدونو سره په بشپړه همغږۍ د متقاعدینو د حقوقو قضیو ته د شریعي اصولو پر بنسټ رسېدنه وکړي.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت مخکې ټول متقاعدین کولای شي د خپل تقاعدي حق د ثابتولو لپاره د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته عریضه وړاندې کړي چې غوښتنې ته به یې د محکمې له لوري د مالیې وزارت او د متقاعد شخص د اړوندې ادارې په همکارۍ د ټاکل شويو کړنلارو او شریعي اصولو له مخې رسېدنه او اجراآت ترسره شي.
همدا راز، د هغو امارتي کارکوونکو د تقاعد ونډه چې له فتحې وروسته د ۲۱/۹/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې د ۴۸۰۲ ګڼه حکم تر صدور پورې یې له معاشونو څخه وضع شوې ده؛ د اړوندو بودجوي او غیر بودجوي واحدونو له لارې د محکمې له حکم پرته اجراء کېږي.
د یادوني وړ ده چې د یاد فرمان پر بنسټ، د متقاعدینو د حقوقو ورکولو پروسه به د تشکیلاتو او معاشونو کمېسیون له لوري له ټاکل شوي مهال وېش سره سم پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته