د ترکیې د علماوو یوه ډله: ترکي پانګه وال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوو
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور، د ترکیې د «اډیف» خیریه بنسټ د علماوو او مسئولینو له یوې ډلې سره په کتنه کې؛ د بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د یاد بنسټ عام المنفعه چوپړتیاوې ستایلې او په افغانستان کې د انرژۍ د تولید لپاره یې د کافي سرچینو د شتون په یادونې سره؛ ویلي چې اوسمهال په هېواد کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.
منصور د ترکیې علماوو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګه والو د ځان او مال خوندیتوب ته ژمن دی او په دې برخه کې هر ډول آسانتیاوې برابرې شوې دي.
د «اډیف» بنسټ مسئولینو هم ژمنه کړې چې ترکي پانګه وال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.