سیاست

د ترکیې او پاکستان جمهورو رئیسانو د حامدکرزي په نامه د خواخوږۍ پیغامونه رالیږلي دي

کابل_باختر د کب۲۰مه:
د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې له امله د ترکیې د جمهوررئیس عبدالله ګل لخوا د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په نامه د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام رالیږل شوی دی.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په پیغام کې ویل شوي دي په دیرې خواشینۍ سره خبرشوم چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د یکشنبې پر ورځ وفات شوی دی.
د ترکیې د خلکو په استازیتوب تاسو ګران ورورحامدکرزي او ستاسو له لارې د ورور هېواد افغانستان خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوم او د لوی خدای له دربار څخه ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم ته  د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هیله کوم.
همدا راز د پاکستان جمهوررئیس ممنون حسین د جمهوررئیس حامدکرزي په نامه د خواخوږۍ د پیغام په رالیږلو سره د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او د خپل ځان او د پاکستان د خلکو د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب یې جمهوررئیس حامدکرزي ته څرګند کړي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته