نړۍ

د ترکيې پوليسو شل تنه د انسان د قاچاقو په تور ونيول

انقره  باختر د وري يوولسمه :
د ترکيې پوليسو د سراسري عملياتوپه بهيرکې چې د انسان د قاچاق وړونکو د ځپلو په مقصد له دغه هېوادڅخه پناه غوښتوونکي اروپا ته ليږدوي؛ شل تنه مشکوک کسان نيولي دي .
د فرانس پرس د خبري آژانس دخبر له مخې:
دغه مشکوک کسان پرون سهار په پنځو ساحلي سيموکې او له سوريې سره پولې ته څېرمه ونيول شول .
په خبرکې ويل شوي دي: دغه مشکوک کسان د ترکيې، عراق او د سوريې اتباع  دي چې غوښتل يې غير قانوني مهاجرين او پناه غوښتوونکي دپيسو په بدل کې اروپا ته وليږدوي .
  په ٢٠١٥ ميلادي کال کې څه ناڅه يو مليون تنه مهاجرين د (اژه)  له سمندرګي څخه پورې وتل او يونان ته ورسيدل او همدغه موضوع د دې سبب شوه چې د اروپا د اتحاديې مشران د دغه بحران د حل لپاره له ترکيې سره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته