نړۍ

د ترکيې صدراعظم پاکستان ته ورسيد

کابل باختر د مرغومي دويمه :
دترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان نن د دوه ورځنى سفر لپاره پاکستان ته ورسيد  .
  دباخترآژانس دخبر له مخې: دترکيې له صدراعظم سره په دې سفر کې يو شمېر وزيران، سوداګر او دپانګې اچونې دشبکو کارکوونکي ملګرتيا کوي.
ښايي ترکيه او پاکستان د ډبرو سکرو د انرژى د پروژې، د ودانيو د مديريت او د انرژى په برخه کې موافقه ليکونه لاسليک کړي.
دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويندوى وويل  چې د ترکيې د صدراعظم سفر به  د دواړو هيوادونو ترمنځ د پانګې اچونې په برخه کې د سوداګرۍاو همکارۍ له پياوړتيا سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته