کابل باختر د لړم ديارلسمه :
د ترکيې پوليسو ددغه هيواد د پوليسو د جګپوړو افسرانو په ګډون ٣٥تنه کارکوونکي ددغه هيواد دجمهور رييس او دولت پرخلاف توطيې په ګومان ونيول.
باختر آژانس د بهرينوخبرځايونو له خولې خبرراکړ: دغه نيونې دترکيې په لويديځ ازمير ښارکې شوې اود پوليسو يوشمير افسران اوجګپوړي حکومتي کارکوونکي هم په نيول شويوکسانوکې شامل دي .
د دغوکسانو نيونه د ديني مدارس او د ګولن د غورځنګ د مشر او د ترکيې د جمهور رييس رجب طيب اردوغان د پخواني متحد فتح الله ګولن د پلويانو د فعاليت په باب د حکومت د تحقيقاتو په اړوند شوې ده او په پارلماني انتخاباتو کې د عدالت او پراختيا د واکمن ګوند له برياليتو ب څخه يوه ورځ وروسته عملي شوې ده.
په تيرو انتخاباتوکې چې د روان کال د غبرګولي په مياشت کې ترسره شول؛ د عدالت او پراخيتا اسلامپال ګوند چې کابو ١٣ کاله کيږي په ترکيه کې قدرت په لاس لري؛ ونه کړاى شول بيا هم د حکومت د جورولولپاره لازم اکثريت ترلاسه کړي.
خو له ټاکلې مودې څخه مخکې په هغوانتخاباتوکې چې د يکشنبې په ورځ ترسره شول؛ دغه ګوند بريالى شو.
دا احتمال طرحه شوى دى چې د قدرت ګدى ته د عدالت او پراختيا ګوند په ستنيدو سره به د فتخ الله ګولن له ملاتړو څخه د حکومتي او امنيتي دستګاوو پاکول په لا زيات جديت او قوت سره دوام ومومي .
0 1 دقیقه لوستل