سیاست

د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير په نامه د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ترکيې د اتاترک په نړيوال هوايي ډګرکې د تروريستي پيښې په اړوند د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير مولود چاوش اوغلو په نامه انقرې ته د ډاډګيرنې پيغام ليږلى دى .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيغام کې د ډاډګيرنې د مراتبو د څرګندولو ترڅنګ ويل شوي دي: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د تروريزم د يوه اصلي قرباني په توګه چې د ترکيې جمهوريت په ګډون د خپلو نړيوالو دوستانو او متحدينو په همکارۍ په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې د دغې کرغېړنې پديدې پرخلاف د جګړې په لومړۍ ليکه کې دى؛ په دې باور دى چې دغه شان تروريستي بريدونو له دغې کرغېړنې پديديې سره د ګډې مبارزې په لاره کې زموږ او ستاسو د هېوادونو او ملتونو اراده او هوډ له پخوا زيات پياوړي کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت باور لري چې له تاوتريخوالي او د تروريزم له ګواښ څخه خلاصه نړۍ د دغې کرغېړنې پديدې له اصلي عواملو او له جرړو سره په مقابله کې د دولتونو ترمنځ نوې ستراتيژيکي همکارۍ ته اړتيا لري .
يوځل بيا د دغه تروريستي بريد په غندلو سره د دغې پيښې ټپيانو ته د بشپړې روغتيا، د ترکيې خلکو ته د سولې او آرامۍ او تاسو ته د لوى خداى (ج) له دربار څخه د سلامتيا او برياليتوب هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته