د ترکيې د بهرنيوچارو وزير : د تل لپاره به د افغانستان د خلکو ترڅنګ واوسو

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٣١ :
د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي او ملګرى هيئت يې د ترکيې د بهرنيو چاروله وزير احمد داوود اوغلو سره وکتل.
د باختر آژانس  دخبرله مخې:  د ترکيې د بهرنيو چارو وزير په دې کتنه کې دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وزلوبې په بهيرکې ځانمرګى بريدچې د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي د پلار، ورور او وراره په ګډون ديوشمير ملکي وګړو دشهادت او ټپي کيدو سبب شو؛ په کلکه وغانده او د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب يې د ولسي جرګې رييس او د دغې پيښې د قربانيانو پاتې کسانو ته څرگندکړل  او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه هغوى ته د جميل صبر او ټپيانوته دسملاسي روغتيا هيله وکړه .
په دې کتنه کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير، دافغانستان اوترکيې د تيروښو اړيکويادونه وکړه او په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامينولوکې يې  د افغانستان د وسله والو ځواکونو دمسلکي ظرفيتونو لوړتيا يې ارزښتناکه وبلله.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير دافغانستان له خلکو او دولت سره همکارى، دترکيې د بهرنيو له لومړيتوبونوڅخه وبلله .
په همدې ترتيب عبدالروف ابراهيمي په افغانستان کې له تروريزم سره دمبارزې او د سولې دتامينولو اوخبروپه لاره کې له افغانستان سره دترکيي دخلکو او دولت پراخې هلې ځلې ګټورې وبللې، د افغانستان له خلکوسره يې ددغه هيواد د همکاريو په دوام باندې ټينګاروکړ.
داوود اوغلو وويل چې د لسو يا پنځلسو ورځو په بهيرکې به  د افغانستان په باب درې مهمې غونډې جوړې کړو اوپه هغوکې به د راتلونکو انتخاباتو موضوع او له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو وتل وڅيړل شي.
دترکيې د بهرنيوچارو وزيرپه دې ترڅ کې له افغانستان سره د مرستې په خاطر ددغه هيوادپه تياري ټينګار وکړ او ويې ويل: ټول غواړي چې له ٢٠١٤کال وروسته له افغانستان څخه ووځي، خو ترکيه به دتل لپاره هلته پاتې شي اوخپل افغان ورونه به هيڅکله يواځې پرې نږدي.
د ولسي جرګې رييس دخپل ورور د درملنې په خاطر دترکيې د ډاکترانو د هلوځلو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: د جګړې پاى ته رسول او د سولې تامينولو د سيمې او دګاونډيوهيوادونو همکاري ته اړتيا لري او د ترکيې، په تېره بيا ددغه هيواد د بهرنيو چاروله وزيرڅخه قدرداني وکړه او ويي ويل چې دوى د درې اړخيزو غونډو مشرۍ وکړه او له بده مرغه پاکستان خپلو تيرو ژمنو د ماتولو په شان ،دا ځل  هم  ژمنه ماته کړې ده چې د هغوى ددغه عمل څخه خوښ نه يو.
شهيداستاد برهان الدين رباني سره له دې چې په برياليتوب سره د سولې پروګرامونه پرمخ بيول،دهغه دشهات  له امله له بده مرغه عملي نه شول. دپاکستان د سولې ضدپروګرامونه د دې سبب شول چې دپاکستان اتباعو ته هم زيان ورسيږي.
دافغانستان په کورنيو چاروکې د نه لاسوهنې په خاطربه پاکستان ډيپلوماسي له لارې دفشار راوړل هغه موضوع ده چې بايد ورباندې خبرې وشي.
د ولسي جرګې رييس د ترکيې له مقاماتوسره له رسمي کتنو وروسته د اتاترک روزنيز او تحقيقاتي روغتون ته چې ورور يې پکې بستر دى؛ لاړ او دخپل ورور د احوالو پوښته يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته