د ترکيې خلک د دويم ځل لپاره د رايې ورکولو صندوقونو ته ځي
انقره – ايرنا- باختر د وږي دمياشتې ٤
د ترکيې د انتخاباتو عالي شورا د روان کال د لړم د مياشتې لسمه په دغه هيواد کې له ټاکلې مودې څخه مخکې د انتخاباتو د ترسره کولو د ورځې په توګه اعلام کړه.
د ايرنا دخبر له مخې:
د ترکيې د انتخاباتو د عالي شورا رييس (سادي ګوون) پرون اعلام وکړ : په دغه هيوادکې له ټاکلې مودې مخکې پارلماني انتخابات د روان کال د لړم په مياشت کې ترسره کيږي.
دغه تصميم د ايتلاف حکومت د جوړولو لپاره د ترکيې د صدراعظم احمد داوود اوغلو د خبرو له ماتې وروسته ونيول شو.
د روان کال د غبرګولي په اوولسمه نيټې د ترکيې د پارلماني انتخاباتو نتيجو په تيرو ديارلسو کلونوکې دعدالت او پراختيا ګوند واکمني پاى ته ورسوله او نتيجې يې په داسې ډول شوې چې واکمن ګوند بيا له ګوندونو سره د ايتلافي حکومت جوړولو او يا د انتخاباتو تکرار ته اړ و.
د عدالت او پراختياګوندمخالفو ګوندونو اعلام وکړ.
دغه ګوندچې په تيرو انتخاباتوکې يې د ماتې د زغملو وس نه درلود؛ په سياسي لوبو سره يې هلې ځلې وکړې چې د ايتلافي حکومت د جوړولو د قانوني مهلت په پاى ته رسولو سره په ښه توګه د تيرو انتخاباتو په نسبت د نتيجو د ترلاسه کولو په مقصد د انتخاباتو د بيا ترسره کولو لپاره زمينه برابره کړي.
د ايتلافي حکومت د جوړولو لپاره پنځلس ورځنى قانوني مهلت د تيرې يکشنبې په ورځ پاى ته ورسيد .
ترکيه د روان کال د غبرګولي د مياشتې د ١٧ نيټې د انتخاباتو له ترسره کولو وروسته په سياسي بې ثباتۍ او د دغه هيواد له پوځيانو سره د کردي مخالفانو په جګړه کې لتاړ شوه او له اقتصادي ستونزو سره مخامخه ده.