سیاست

د ترکمنستان ته د جمهور رئیس غني د سفر لنډ رپوټ

کابلباختر د سلواغې ٢
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، پرون غرمه د ترکمنستان له جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف سره د دغه هېواد د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دي کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، انرژۍ، ترانزیت، فرهنګی او بشري مرستو او د یو شمېر سیمه ایزو او نړیوالو موضوع ګانو په باب بحث او خبرې وکړې.
د ترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف خپل افغان سیال محمد اشرف غني ته د تود هرکلي په ترڅ کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له هڅو څخه ملاتړ کوي او د تېر په څېر به له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د ترکمنستان جمهور رئیس له افغانستان سره د قوي اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د شتون اړتیا ته د اشارې په ترڅ کې وویل: هېواد یې چمتو دی چې په ښو شرایطو او د لازمو آسانتیاوو په پام کې نیولو سره افغانستان ته د برېښنا صادرول تر ۵۰۰ میګا واټو پورې لوړ کړي.
قربان قلي بردي محمدوف وویل چې د ترکمنستان خلک په افغانستان کې د دوام دارې ودې او سوکالي غوښتونکي دي او زموږ د اړیکو د پراختیا موخه هم د دواړو هېوادونو سوکالي ده.
د ترکمنستان جمهور رئیس وویل چې تېر کال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیاردو ډالرو څخه زیاته و، خو تمه لرو چې په راتلونکې کال کې دغه شمېر دوه برابره شي.
قربان قلي بردي محمدوف څرګنده کړه چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام غواړي د هرات ولایت د تورغونډۍ په سیمه کې یو زیږنتون، په شبرغان کې یو دارالایتام او په اندخوی او آقینه کې دوه لوي جامع جوماتونه جوړ کړي چې هر یو به یې په یوه وخت کې د زرو تنو لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان په باب د ترکمنستان له مثبت سیاست او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له هڅو څخه د دغه هېواد د خلکو او دولت له ملاتړ څخه مننه وکړه، وې ویل: ترکمنستان زموږ نیک او خیر غوښتونکی ګاونډی هېواد دی او په راتلونکي کې به هم وي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې موږ د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو صادرولو ته ژمن یو او هیله لرو چې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو پر لېږد سربېره د چین هېواد ته هم یوه ترانزیتي لاره و اوسو.
محمد اشرف غني د اوسپنې پټلۍ پروژه د سیمې لپاره حیاتي وبلله، وې ویل چې د دغې پروژې بشپړتیا کولای شي ترکمنستان له افغانستان، تاجکستان او چین سره ونښلوي.
د افغانستان جمهور رئیس همدا راز وویل: علاقه مند دی چې ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان د اوسپنې د پټلۍ له لارې له یو بل سره ونښلول شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې افغانستان د ترکمنستان د برېښنا واردولو ته علاقه مند دی او غواړي جنوبي آسیا ته د برېښنا د لېږد په مرکز بدل شي او همدا راز افغانستان لېوال دی چې د خپلې خاورې له لارې د ترکمنستان برېښنا تاجکستان او چین ته ولېږدوي.
د افغانستان جمهور رئیس دغه راز وویل چې د ترکمنستان اوبلن ګاز موږ ته ارزښت لري، غواړو له پخوا څخه په زیاته اندازه دغه ګاز وپیرو.
ده، وویل چې د ترکمنستان او افغانستان پرمختګونه له یو بل سره تړلي دي له دې امله لېوال یو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پراخې شي.
محمد اشرف غني وویل چې ترکمنستان او افغانستان د هغو غني او سرشارو طبیعي سرچینو له امله چې لري یې د آسیا په زړه کې به ځای ولري او د دغو دواړو هېوادونو په ګډو هڅو او همکاریو سره به په سیمه کې لوږه له منځه لاړه شي او بشري حقوق به اعاده شي.
جمهور رئیس غني د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ فرهنګي اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ستاسو خلکو د خپلو تاریخي غالیو ډیزاین ساتلی دی. افغان ترکمنان په ځانګړي ډول د هغوی ښځینه قشر هم د غالیو په اوبدلوکې ځانګړی رول او مهارت لري، هیله لرم چې په دې برخه کې هم دواړه هېوادونه ګډه همکاري ولري او خپلو غالیو ته ګټور بازارونه ولټوي.
محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ دوه طرفه پلونو برقراره شوي دي او موږ غواړو چې دغه هېوادونه یو ځل بیا د آسیا څلور لارې را ژوندې کړي.
د دغې کتنې په پای کې د دواړو جمهورو رئیسانو په حضور کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو سندونه د اړوندو چارواکو له خوا لاسلیک شول.
د همکارۍ دغه سندونه د ورزش په برخه کې د افغانستان له خوا د المپیک د ملي کمېټې د رئیس فهیم هاشمي او د تاجکستان له خوا د دغه هېواد د سپورت د کمېټې د مسوول کاکا بای سیداوف، د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د افغانستان له خوا د انرژۍ او د اوبو وزارت د سرپرست غلام فاروق او د ترکمنستان له خوا د دغه هېواد د انرژۍ د وزیر ګیلدي ساریوف، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې د افغانستان له خوا د بهرنیوچارو وزارت سرپرست عتیق الله عاطف مل او د ترکمنستان له خوا د دغه هېواد د جمهور رئیس د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر رشید مریدوف لخوا دوه سندونه لاسلیک شول.
وروسته د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ګډه اعلامیه د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د ترکمنستان د جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف لخوا لاسلیک شوه.
له دغو مراسمو وروسته دواړو جمهورو رئیسانو په یوه خبري ناسته کې ګډون وکړ او د افغانستان او ترکمنستان د هيئتونو ترمنځ ترسره شوې خبرې یې د دواړو هېوادونو د اوس او راتلونکې لپاره خورا ګټورې وبللې او څرګنده یې کړه چې په ډیری مسایلوکې دواړه خواوې ګډ نظر لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته