الجزيره – ايرنا – باختر د لړم دمياشتې ١٣
د افريقا د ساحل د هيوادونو د عالمانو او روحانيونو ټولنې د تروريزم او د افراطي مفکورو د پديدې د له منځه وړلولپاره ددغې سيمې دهيوادونو دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
په هغې غونډه کې چې پرون د دغې ټولنې په بلنه په الجزايرکې جوړه شوې وه او روحانيونو او مذهبي مبلغانو ګډون کړى و؛ اعلام وکړ چې د تروريزم د بنسټپالنې قطعي نتيجه ده.
برخه والو په دې برخه کې وويل چې مذهبي بنسټپالنه د افريقايي ټولنو پرخلاف ده او د پيدايښت علت يې په اسلامي تعاليمو ناسم درک دى.
د افريقا د ساحل د عالمانو د ټولنې رييس (شيخ بوريما دوواد) وويل چې له تروريستي ډلو سره مقابله نه يواځې په پوځي قدرت سره، بلکې د سمو اسلامي اصولو د زده کړې او د افرادو ترمنځ د بې پړاويى د فوايدو په جوړولو سره امکان لري.
ده څرګنده کړه چې په زياترو مواردوکې د بنسټپالنې د ظهور علت له ديني تعاليمو څخه غلط او ناسم برداشتونه دي.
2 1 دقیقه لوستل